کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو سره په بشري، اقتصادي او پرمختیایي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.
د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا د وزیرانو شورا په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې پر امنیت او ثبات ټینګار شوی او پهکې ویل شوي: «یو څه چې د افغان وروڼو هیلې به پوره کړي او سیمهییز او نړۍوال امنیت او سولې ته به ګټه ورسوي.»
په اعلامیه کې راغلي: «شورا د نجونو د زدهکړو او کار د حقونو پر تضمین، د اقلیتونو پر خوندیتوب او په دې اړه د ډاډ پر ترلاسه کولو ټینګار کړی، له دې چې د افغانستان خاوره د هیڅ کومې ترهګرې ډلې له لوري ونه کارول شي یا د نشهیي توکو د قاچاق لپاره ترې ګټه پورته نه شي.»
د اعلامیې پر اساس، شورا د افغانستان له خلکو سره د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا برخه کې خپل پیوستون اعلان کړی دی.
د وزیرانو شورا د خپلو غړو هېوادونو له خوا د روانو بشري مرستو ستاینه کړې او د افغانانو د کړاو کمېدو لپاره یې د نړۍوالې ټولنې لو لوري د دوامداره بشري، اقتصادي او پرمختیایي مرستو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP