منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۹ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مرستو

۱۰۸ راپورونه

راپورونه

افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې د نړۍوالو خواشیني او د مرستو ژمنې

چین، بحرین، قطر، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او جي‌۷ سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله پر رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړې او د زیانمنو د ملاتړ او…

د ناورین نړۍ‌واله ډله: د نړۍ‌والو مرستو کمېدو له امله په افغانستان کې بې‌وزلي ډېره شوې ده

د ناورين نړۍ‌والې ډلې ادعا کړې چې افغانستان د امريکا او نورو مرسته‌کوونکو له لوري د بشري مرستو کمېدو له امله له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دی. د ناورين نړۍ‌والې ډلې (ICG) په يوه راپور…

ختیځ کې مرګونې زلزله؛ د یو شمېر هېوادونو غمرازي او د مرستو ژمنې

د اسلامي همکاریو سازمان، کاناډا او سویس د افغانستان په ختیځ کې د وړمې شپې پر مرګونې زلزلې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ د مرستو ژمنه کړې او د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي، اوزبېکستان او د چک جمهوریت هم د غمرازۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

له مصره غزې ته د مرستو کاروان روان شو؛ اسرائیل د خوندي دهلېزونو رامنځته کولو ژمنه کړې

له مصره غزې ته د بشري مرستو کاروان په داسې حال کې روان شوی چې په غزه کې د قحطۍ ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی او اسرائیل د ملګرو ملتونو د کاروانونو خوندي تېرېدو لپاره د دهلېزونو رامنځته کولو اعلان کړی دی.

د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا: نړۍواله ټولنه دې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو سره په بشري، اقتصادي او پرمختیایي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.

«سویډن دې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو یو منظم او دوامداره پلان جوړ او عملي کړي»

د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټه وايي، د افغانستان روان اقتصادي، بشري او چاپېریالي کړکېچ ته په کتو، د سویډن حکومت باید ژر تر ژره د مرستو او همکاریو یو منظم او دوامدار پلان جوړ او عملي کړي.

د امریکا د مرستو درېدل؛ د اوچا خبرداری او طبیعي پېښو ته د رسېدنې برخه کې د واشنګټن د تګلارې بدلېدل

اوچا په داسې حال کې افغانستان کې پر بشري پروګرامونو د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډولو د منفي اغېزو په اړه راپور ورکړی چې واشنګټن طبیعي پېښو ته د رسېدنې مسوولیت د خپل بهرنیو چارو وزارت د کډوالو برخې ته سپارلی دی.

د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته ورسېد

د راپورونو له مخې، د اسرائیل له لوري د درملو، خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پر وړاندې له درې میاشتني خنډ وروسته، د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته رسېدلی دی.

فليچر: د مرستو ځنډېدو د افغانستان روغتیايي برخه اغېزمنه کړې

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فليچر په کندهار کې له یوه روغتونه د لیدنې پر مهال د مرستو ځنډولو له تصمیم‌نیوونکو غوښتنه وکړه څو د دغه ولایت یوه روغتون ته ورشي او د مرستو ځنډېدو منفي اغېزې له نږدې وګوري.

نور راپورونه