کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۴): د ناورين نړۍوالې ډلې ادعا کړې چې افغانستان د امريکا او نورو مرستهکوونکو له لوري د بشري مرستو کمېدو له امله له سختې بېوزلۍ سره مخ دی.

د ناورين نړۍوالې ډلې (ICG) په يوه راپور کې ويلي چې امریکا او نورو مرستهکوونکو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي.

یاد بنسټ ادعا کړې چې افغانستان د امریکا او نورو مرستهکوونکو هېوادونو د بشري مرستو کمېدو له امله د ژور فقر لور ته روان دی.

په راپور کې راغلي چې اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهيسې هڅه کړې چې د جګړې، له جګړې وروسته انزوا او د لوېديځو هېوادونو له لوري وضع شوو بنديزونو له امله ويجاړ شوی اقتصاد بېرته راژوندی کړي. اوس د نړۍوالو مرستهکوونکو شاتګ زیانمنونکي افغانان په ځانګړي توګه ښځې او نجونې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

د ناورین نړۍوالې ډلې (ICG) په خپل یاد راپور کې ویلي چې د افغانستان پر اقتصاد د محدودیتونو کمېدو موخه باید دا وي څو دغه هېواد بهرنیو مرستو ته له اړتیا خلاص او پر ځان بسیا شي.

اسلامي امارت تر اوسه د ناورین نړۍواله ډلې د یاد راپور په اړه څه نه دي ويلي.