ژبه

د ناروې د کډوالو شورا په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه

توسط سهراب سروري

جون 1, 2026 - 10:02 am

Views: 12

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، په ایران کې له څلورو میلیونو ډېر افغانان ژوند کوي او هغوی ته د بشري مرستو او ملاتړ د زیاتوالي بېړنۍ اړتیا شته ده.

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ په خپله اېکس‌پاڼه کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې په ټوله ایران کې د سختو بمباریو له امله افغان او ایراني ماشومان له روحي او رواني زیانونو سره مخ شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې په ایران کې مېشت له څلورو میلیونو ډېر افغانان پراخ او عاجل ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې: «د هغوی ډېری مور او پلار راته وایي چې د جګړې له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران کې یې خپل لږ عاید هم له لاسه ورکړی دی.»