کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اسرائیل له لوري د درملو، خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پر وړاندې له درې میاشتني خنډ وروسته، د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته رسېدلی دی.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې له خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو بار پنځه موټره د کرم شالوم له لارې د غزې تړانګې ته، چېرې چې دوه میلیونه فلسطینیان ژوند کوي، ورسېد.
د بشري مرستو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال ټام فليچر دغه یو «مثبت بدلون» بللی؛ خو یادې مرستې یې «سمندر کې یو څاڅکی هغه چې بېړنۍ اړتیا ده ورته» بللې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو څلور نور موټر د غزې تړانګې ته د تلو اجازه ترلاسه کړې ده.
ورته مهال، د خوړو امنیت برخې کارپوهانو تېره اونۍ په غزه کې د قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP