منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۲ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

غزې

۳۱ راپورونه

راپورونه

هرات کې د غزې د خلکو په ملاتړ غونډه وشوه

نن په هرات کې د غزې د خلکو په ملاتړ، د فلسطین د مقاومت د پیغام روښانه کولو او د اسلامي امت د یووالي د پیاوړتیا په موخه لویه غونډه ترسره شوه. د دغه پروګرام…

د غزې د بشپړ کنټرول په اړه د اسرائیلو پرېکړې ته نړۍوال غبرګونونه؛ برېټانیا: دا یوه غلطه پرېکړه ده

یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د غزې ښار د بشپړ نیولو په اړه د اسرائیلو طرحې ته غبرګونونه ښودلي، دغه پرېکړه یې غلطه بللې او له اسراییلو یې غوښتي چې له دا ډول اقداماتو ډډه وکړي.

له مصره غزې ته د مرستو کاروان روان شو؛ اسرائیل د خوندي دهلېزونو رامنځته کولو ژمنه کړې

له مصره غزې ته د بشري مرستو کاروان په داسې حال کې روان شوی چې په غزه کې د قحطۍ ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی او اسرائیل د ملګرو ملتونو د کاروانونو خوندي تېرېدو لپاره د دهلېزونو رامنځته کولو اعلان کړی دی.

د مرستندویانو خبرداری: د غزې خلک د سختې لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي

نړۍوالو مرستندویو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیل د بندیزونو له امله د غزې خلک سختې لوږې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي او له حکومتونو یې غوښتي چې په دې اړه بېړنی اقدام وکړي.

د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته ورسېد

د راپورونو له مخې، د اسرائیل له لوري د درملو، خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پر وړاندې له درې میاشتني خنډ وروسته، د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته رسېدلی دی.

نور راپورونه