کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، بریتانیا، فرانسې او کاناډا د اسرائیلو له لوري پر غزې د بریدونو دوام غندلی او د دغو بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بریتانیا، فرانسې او کاناډا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو ویلي، که اسرائیل پر غزې بریدونه ونه دروي له بندیزونو سره به مخ شي.
دغه راز، یادو هېوادونو د اسرائیلو له لوري غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی هم د بشر له نړۍوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
د راپور له مخې، اسرائیل د مارچ میاشتې له پیل راهیسې غزې ته د طبي، خوراکي توکو او سون توکو د ننوتلو مخه نیولې ده څو پر حماس فشار راوړي چې بندیان خوشې کړي.
خو تېره ورځ تازه د اسرائیلو پوځ او ملګرو ملتونو ویلي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو څو لارۍ موټرو اجازه ترلاسه کړې ده چې غزې ته بشري مرستې ولېږدوي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي ځواکونو له خوا له نیمې شپې راهیسې پر غزه بیا بمبارد شوی چې له امله یې تر اوسه ۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
حماس د بریتانیا، فرانسې او کاناډا له ګډې اعلامیې هرکلی کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP