کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو ویاند وایي، غزې ته د غځېدلو لارو بندېدل به د هغو خلکو لپاره چې نوي له څو میاشتني محرومیت او لوږې راوتلي، بدې پایلې ولري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټفان دوجاریک تېره ورځ یوه خبری ناسته کې ویلي چې اسرائیلو غزې ته غځېدلې څلور لارې تړلې دي.
نوموړي ویلي: «د غزې اړتیاوو ته په کتو د لارو تړل کېدل به د هغو خلکو لپاره چې نوي له څو میاشتني محرومیت او لوږې راوتلي، بدې پایلې ولري.»
هغه ویلي چې ډېره مهمه ده څو غړي هېوادونه او هغه چې نفوذ لري، د اوربند د تامینولو په موخه له ټولو شته امکاناتو استفاده وکړي.
ورته مهال، د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې برخې رییس فیلپ لازاریني ویلي چې غزې ته د مرستو درولو په اړه د اسرائیلو تصمیم د هغو غیرنظامیانو ژوند ګواښي چې له ۱۶ میاشتنۍ جګړې ستړي شوي دي.
هغه ویلي چې بشري مرستې باید دوام وکړي، لکه څنګه چې په تېرو شپږو اونیو کې د اوربند په پیل کې وې.
نوموړي زیاته کړې: «وروستیو بدلونونو ته په کتو، موږ او زموږ بشرپال شریکانو په ټوله غزه کې د مرستې رسونې عملیاتو د دوام لپاره خپلې هڅې تر سره کړې دي.»
د یادونې ده چې اسرائیلو د اوربند د دویم پړاو په پلي کولو کې د ستونزو له رامنځته کولو وروسته غزې ته د بشري مرستو د لېږدونکو لاریو مخه نیولې ده.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو دا کار د دې لپاره کړی چې حماس د امریکا له خوا د اوربند غځولو پلان ومني.
امریکا د یوې میاشتې لپاره د اوربند غځولو پلان چمتو کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP