Language

اسلامي امارت د غزې له خلکو سره د ۵۳۰ ټنه اړینو توکو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۵): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د رياست الوزراء د حکم له مخې، د غزې له خلکو سره د ۵۳۰ ټنه خوراکي او نور توکو مرسته وشوه او هلته به پر ۲۲۰۰۰ کورنیو وویشل شي.

د د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده ۵۳۰ ټڼه مرسته د نږدې ۵۰۰ زره امریکایي ډالره ارزښت لري.

د خبرپاڼې له مخې، جامې، خوراکي او نور توکي په دغو مرستو کې شامل دي او شاوخوا ۲۲ زره کورنيو ته به ووېشل شې.

سرچینه زیاتوي چې دغه توکي په مصر کې د اسلامي امارت له لوري لېږل شوي پلاوي پېرلې وو او د رفح بندر له لارې غزې ته ورسېدې.

دغه وزارت له «اغېزناکو لوريو» غوښتي چې په غزه کې د اوربند د بنسټيز کولو لپاره معنالرونکې هڅې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د فلسطين د قضيې په اړه يو ځل بيا خپل اصولي دريځ تکراروي چې د فلسطين قضيه بايد د تاريخي ثابتو واقعیتونو او فلسطيني ولس حقه حقونو په پام کې نيولو سره حل شي.