کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د خوړو خوندیتوب برخې نړۍوال کارپوهان وایي، که اسرائیل د غزې کلابندي پای ته ونه رسوي او پوځي عملیات ونه دروي، هلته به خلک له سختې قحطۍ سره مخ شي.
اسوشیټېډ پریس نن په یوه راپور کې لیکلي، د خوړو خوندیتوب برخې نړۍوالو کارپوهانو پرون (دوشنبې) خبرداری ورکړی، که اسرائیل خپل بندیزونه لري نه کړي او پوځي عملیات ونه دروي، د غزې تړانګه کې به خلک له قحطۍ سره مخ شي.
سرچینې د دغو کارپوهانو له قوله لیکلي چې نږدې نیم میلیون فسلطینیان د سختې لوږې له خطر سره مخ دي او یو میلیون نور بیا کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
یادې ډلې ویلي: «که شرایط بدل نه شي نو د قحطۍ لوړ خطر شتون لري.»
د دغه راپور پر بنسټ، د غزې شاوخوا ۲.۳ میلیونه نفوس اوس په بشپړه توګه په بهرنیو مرستو تکیه کوي.
دا په داسې حال کې ده، حماس غورځنګ اعلان کړی چې په غزه کې د اوربند هوکړې د هڅو د پرمختګ او سیمې ته د بشري مرستو رسولو لپاره یې اسرائیلي - امریکایي زنداني ادان الکساندر خوشی کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP