Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت: موثره هېوادونه دې د فلسطین له مظلوم ولس خپل کلک ملاتړ څرګند کړي

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري د غزې پر تړانګه د بریدونو بیا پیل غندلي او وایي چې اغېزناک هېوادونه دې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلو یو ځل بیا پرون او نن پر غزې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو یوشمیر زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت پرغزي تړانګه د اسراییلي اشغالګر رژیم د بریدونو بیا پیل چې په ترڅ کې یې تر دې دمه تر ۳۰۰ زیات بې ګناه فلسطینیان چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي، شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندي.»

خبرپاڼه کاږي، د صهیونیستي يرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.

د خبرپاڼې په حواله، اسلامي امارت یو ځل بیا پر ذيدخله په ځانګړي ډول مؤثرو هېوادونو غږ کوي چې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات تر سره کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت د تل په څېر د فلسطین قضیه د اسلامي امت یوه اساسي او ګډه موضوع بولي او د هغوی حقه مبارزه او مشروع مقاومت یو ثابت حق ګڼي او ملاتړ یې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.