Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسرائیل غزې ته بشري مرستو د لېږد مخه نیولې

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، اسرائیلو تر هغې وروسته، غزې ته د مرستو بار لاریو مخه نیولې چې دویم پړاو اوربند له ستونزو سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، اسرائیلو ځکه دا کار کړی څو حماس د امریکا له خوا د اوربند غځولو هغه پلان ومني چې وړاندیز یې کړی. امریکا د یوې میاشتې لپاره د اوربند غځولو پلان جوړ کړی دی.

د اسرائيل او حماس ترمنځ د ۴۲ ورځو اوربند لومړی پړاو وړمه ورځ پای ته رسېدلی دی.

راپور کې راغلي چې حماس له مصري او قطري منځګړیو غوښتنه کړې چې غزې ته د مرستو لېږد د مخنیوي ستونزې ته حل لار ولټوي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د حماس یوه ویاند د مرستو لارې تړل یوه «بازاري باج اخیستنه» او د اوربند هوکړې پر ضد یوه «دسیسه» بللې او په خبره یې منځګړي باید په دې موضوع کې مداخله وکړي.

سرچینه لیکي، حماس غواړي له لومړي توافق سره سم د اوربند دویم پړاو پیل شي چې د اسرائیلي او فلسطیني زندانیانو خوشي کېدل او له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل په کې شامل دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.