کابل (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته له سفر وروسته ویلي چې غزې ته باید بشري مرستې واستول شي.
د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د څلور ورځني سفر په لړ کې د روانې غویي میاشتې په ۲۳مه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ولاړ او له سعودي عربستان وروسته یې قطر او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړ.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې ټرمپ تر دغه سفر وروسته تېره ورځ ویلي: «موږ باید له فلسطینیانو سره هم مرسته وکړو، تاسو پوهېږئ، په غزه کې ډېر خلک له لوږې سره مخ دي نو موږ باید دواړو خواوو ته وګورو.»
د سرچینې په حواله، ټرمپ د اسرائیل د جګړې له پلانونو د امریکا د ملاتړ په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي، تمه لري چې راتلونکې میاشت به ښې پېښې رامنځته شي.
ورته مهال، رویټرز راپور ورکړی چې په تېرو دوو ورځو کې پر غزې د اسرائیلو بریدونو کې څه باندې ۲۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP