Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عربي هېوادونو مشرانو د غزې بیارغونې لپاره د مصر پلان تایید کړ

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د عربي هېوادونو مشرانو د مصر په پلازمېنه قاهره کې د غزې د بیارغونې لپاره د دغه هېواد پلان تصویب کړ.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، دغه پلان په درېیو پړاوونو کې پلی کېږي چې لګښت یې ۵۳ میلیارد امریکايي ډالر اټکل شوی دی.

ویل شوي چې دغه پلان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې پر وړاندې چې له غزې یې د فلسطینیانو د وتلو وړاندیز پکې کړی و، تصویب شوی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړۍوال بانک ګډو ارزونو ښودلې وه چې له ۱۵ میاشتینۍ جګړې وروسته د غزې بیارغونه څه باندې ۵۳ میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه ارزونې پر بنسټ، په راتلونکو لسو کلنو کې د غزې د بیارغونې لپاره د ۵۳.۲ میلیارد امریکايي ډالرو د لګښت اټکل شوی چې ۲۰ میلیارد ډالرو ته به یې راتلونکو درېیو کلونو کې اړتیا وي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې په اوسنیو شرایطو کې غزه نور د اوسېدو ځای نه دی او فلسطینیانو ته باید د مصر او اردون په شان هېوادونو کې ځای پر ځای او غزه بیا ورغول شي، خو دغه طرحه د عربي هېوادونو له مخالفتونو سره مخ شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.