Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزې جګړه دوه کلنه شوه؛ تر اوسه څه باندې ۶۷ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): نن د اکټوبر اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ جګړه دو کلنه شوه چې د راپورونو له مخې، په دې جګړه کې تر اوسه له ۶۷ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۹ زره ۶۷۹ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دوه کاله مخکې  په همدې ورځ حماس پر اسرائیل ناڅایي برید وکړ، د دغه برید پر وړاندې اسرائیلو سمدستي غبرګون وښود او پر غزه یې بریدونه پیل کړل.

الجزیرې په یوه راپور کې لیکلي، نن د غزې پر وړاندې د جګړې له پیله دوه کاله تېریږي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې راهیسې له ۶۷ زرو ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۹ زره او ۶۷۹ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې بریدونو په ترڅ کې په اسرائیلو کې ټول ۱۱۳۹ کسان وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي، د جمعې له ورځې راهیسې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسرائیلو د بمبارۍ درولو غوښتنه وکړه، د اسرائیل په بریدونو کې په غزه کې لږ تر لږه ۱۰۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غزه کې د اسرائیلو د جګړې د پای ته رسولو لپاره غیرمستقیمې خبرې پرون په مصر کې پیل شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.