Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا لیبیا ته د غزې د اوسېدونکو لېږدولو راپور رد کړی

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۴): په لیبیا کې د امریکا سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له غزې دغه هېواد ته د فلسطینیانو لېږدولو پر پلان کار کوي.

رویټرز نن په یوه راپور کې لیکلي چې د تېرې پنجشنبې ورځ «NBC» نیوز ویلي چې د ټرمپ اداره له غزې لیبیا ته د یو میلیون فلسطینیانو د لېږد او دایمي مېشتېدنې پر پلان کار کوي.

سرچینې زیاته کړې، نن په لیبیا کې د متحده ایالتونو سفارت دغه راپورونه رد کړي دي.

رویټرز د یاد سفارت په حواله لیکلي، لیبیا ته له غزې د فلسطینیانو لېږدولو د ادعا شوو پلانونو راپور دروغ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسرائیل د غزې تړانګې اړوند خان‌یونس سیمه کې د بېځایه شوو فلسطینیانو پر یوه پنډغالي هوايي برید کړی چې لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیانو په‌کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.