ژبه

د امریکا د ولسمشر استازي او د حماس مشرانو په مصر کې د غزې پر طرحې خبرې کړي

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۷

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازي په مصر کې د حماس له یو شمېر مشرانو سره کتلي او د غزې لپاره پر وړاندیز شوې طرحې یې خبرې کړې دي؛ هغه طرحه چې اسراییلو نه ده منلې.

الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او د منځني ختیځ په چارو کې د هغه استازي جرد کوشنر په مصر کې د حماس له مشرانو سره کتلي دي.

د راپور له مخې، یوې فلسطینۍ سرچینې الجزیرې ته ویلي چې د حماس مشرانو په دې کتنه کې له کوشنر سره په غزه کې د اسراییلو له خوا د اوربند د سرغړونو موضوع شریکه کړې ده.

دغې سرچینې دغه راز ویلي چې کوشنر څرګنده کړې، متحده ایالتونه له هرې هغې طرحې سره مخالفت لري چې له مخې یې د غزې اوسېدونکي بې‌ځایه شي.

الجزیرې د موضوع له یوې باخبرې سرچینې څخه په نقل لیکلي چې د بحث شویو اقداماتو له مخې، د غزې د ادارې ټول مسؤولیتونه باید «د غزې د ادارې ملي کمېټې» ته وسپارل شي او حماس باید د غزې په راتلونکې اداره کې ونډه ونه لري.

سرچینې زیاته کړې چې د بحث شوې طرحې له مخې، حماس باید د غزې د ادارې واک او خپلې ټولې وسلې او پوځي زېربناوې یادې کمېټې ته وسپاري.

الجزیرې دا څرګندونې د موضوع یوې باخبرې سرچینې ته منسوبې کړې دي او په راپور کې یې نه دي لیکلي چې حماس دې په رسمي ډول اعلان کړی وي چې خپلې ټولې وسلې به وسپاري.

د راپور له مخې، د حماس له سیاسي مشرانو خلیل الحیه هم په دغو خبرو کې ګډون کړی دی.

الجزیرې د یوې امریکايي رسنۍ له قوله لیکلي چې د مصر د استخباراتو مشر حسن رشاد، قطري ډیپلومات علي الثوادي او یو لوړپوړی ترکي چارواکی هم په دې کتنه کې حاضر وو.

دغه راز، د «سولې پلاوي» استازي نیکولای ملادینوف او د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلر، چې د دغه پلاوي غړی هم دی، په دې ناسته کې له کوشنر سره ملګري وو.

الجزیرې لیکلي چې اسراییلو او مصر ته د کوشنر سفرونه د غزې په اړه د ټرمپ د وروستۍ نقشې پر سر د اختلافونو د کمولو د هڅو یوه برخه ده؛ هغه طرحه چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تېره اوونۍ د خپل هېواد لپاره «د منلو وړ نه ده» بللې وه.

الجزیرې لیکلي، اسراییلو او مصر ته د کوشنر سفرونه د غزې په اړه د ټرمپ د وروستۍ طرحې پر سر د اختلافونو د کمولو د هڅو یوه برخه ده؛ هغه طرحه چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تېره اوونۍ د خپل هېواد لپاره «د منلو وړ نه ده» بللې وه.