کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټه وايي، د افغانستان روان اقتصادي، بشري او چاپېریالي کړکېچ ته په کتو، د سویډن حکومت باید ژر تر ژره د مرستو او همکاریو یو منظم او دوامدار پلان جوړ او عملي کړي.
له افغانستان سره د پیوستون کمېټه چې مخکې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په نوم یادېده پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان خلک له سختې بېوزلۍ کړیږي، پاکستان او ایران په میلیونونو افغان کډوال بېرته هېواد ته ستنوي چې له امله یې وضعیت نور هم خراب شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزې او وچکالي واضح لیدل کېږي، د هېواد نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه کسان د ژوند بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
سرچینې لیکي، د امریکا له خوا د بشري مرستو ناڅاپي کمښت ناوړه او ویجاړوونکې پایلې لرلې، په داسې حال کې چې د نورو مرستهکوونکو هېوادونو ملاتړ هم کم شوی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د سویډن حکومت باید بېپروا پاتې نهشي؛ ځکه د دغه هېواد بهرنۍ او مرستهکوونکې تګلاره له ډېرې مودې راهیسې د بشري حقونو، جنسیتي مساواتو او نړۍوالې همغږۍ ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټه له حکومته غوښتنه کوي چې په چټکۍ سره یو پلان وړاندې کړي چې سویډن په څه ډول کولای شي په افغانستان کې د بحران په کمېدو کې مرسته وکړي.»
یادې کمېټې لیکلي چې د افغانستان د ملاتړ لپاره باید داسې پلان جوړ شي چې دوامدراه پرمختګ او اوږدمهاله ستراتیژي ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP