سویډن د افغانستان لپاره د م.م له ځانګړي وجهي صندوق سره نهه میلیون ډالر مرسته وکړه
د سویډن د همکاریو نړۍوال پراختیايي اژانس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي وجهي (اماني) صندوق سره نهه میلیون امریکايي ډالر چې ۱۰۰ میلیونه کرون کېږي، مرسته کړې ده.



















