Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فليچر: د مرستو ځنډېدو د افغانستان روغتیايي برخه اغېزمنه کړې

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فليچر په کندهار کې له یوه روغتونه د لیدنې پر مهال د مرستو ځنډولو له تصمیم‌نیوونکو غوښتنه وکړه څو د دغه ولایت یوه روغتون ته ورشي او د مرستو ځنډېدو منفي اغېزې له نږدې وګوري.

د یوناما د معلوماتو له مخې، د بشري او بېړنیو مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر د کندهار له مرکزي روغتونه چې د مرستو ځنډېدو له امله سخت اغېزمن شوی، لیدنه وکړه او د بشري چارو له کارکوونکو، په ځانګړي ډول له ښځو چې له سختیو سره سره خدماتو وړاندې کوي، مننه وکړه.

فلیچر پر خپله ایکس‌پاڼه یو ویډیويي کلیپ خپور کړی او په کې ویلي یې دي چې د کندهار په روغتونونو کې په یوه بستر کې څلور ماشومان تر درملنې لاندې دي، ډاکټران په داسې حال کې مجبور دي تصمیم ونیسي چې کوم یو وژغوري.

هغه ویلي چې افغانستان ته د مرستو درلو د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. د هغه په خبره، په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې د ۴۰۰ روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو سره درې میلیونه کسان له روغتیایي خدماتو محروم شوي دي.

هغه د مرستو ځنډولو له تصمیم‌نیونکو غوښتنه کړې چې د مرستو ځنډېدو د منفي پایلو لیدنې لپاره په افغانستان کې له روغتونونو لکه د کندهار له روغتونه لیدنه وکړي.

یوناما پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې ټام فلیچر تېره ورځ په کندهار کې د دغه ولایت له والي ملا شېرین اخند سره وکتل او دا دوه ساعته لیدنه یې صمیمانه او رغنده بللې ده.

سرچینه وایي: «فلیچر له یوې ډلې هغو راستنو شوو سره هم لیدنه درلوده چې له خپلو کورنیو رابېل شوي او یا یې ماشومان یوازې هېواد ته راغلي دي.»

د یوناما د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې فلیچر نن کندوز ولایت ته سفر وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.