ژبه

کابلوف: روسیه له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره چمتو ده

توسط سهراب سروری

مې 25, 2026 - 9:30 am

Views: 9

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي چې مسکو د دغه هېواد د مشرتابه له لوري افغانستان ته د بشري مرستو برابرولو اجازه ترلاسه کړې ده او دا مرستې به د کابل د رسمي غوښتنې په صورت کې ورکړل شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې روسۍ رسنۍ «ایزوستیا» سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان کورني تولیدات په موقت ډول د خوراکي بحران کچه راټیټوي، خو ښايي په راتلونکي کې بیا هم دغه هېواد د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

هغه زیاته کړې: «موږ له مخکې اړوند مراحل بشپړ کړي او د روسیې د مشرتابه له لوري اجازه موجوده ده چې د افغانستان د حکومت د رسمي غوښتنې په صورت کې د روان کال په دویمه نیمایي کې دغه مرستې برابرې شي.»

کابلوف ویلي چې روسیې په تېره اپرېل میاشت کې نږدې څلور زره ټنه اوړه افغانستان ته لېږلي او اوس د بلې مرستې لېږلو لپاره هم چمتووالی نیسي.