روسیه: که لوېدیځ رغنده چلند وکړي، له اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي چې که لوېدیځ هېوادونه رغنده او سنجول شوی چلند وکړي، روسیه له اوکراین سره خبرو ته چمتو ده. ټاس خبري اژانس په یوه…
د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي چې که لوېدیځ هېوادونه رغنده او سنجول شوی چلند وکړي، روسیه له اوکراین سره خبرو ته چمتو ده. ټاس خبري اژانس په یوه…
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي چې مسکو د دغه هېواد د مشرتابه له لوري افغانستان ته د بشري مرستو برابرولو اجازه ترلاسه کړې ده او دا مرستې به د کابل د رسمي…
د روسیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو، د هرمز تنګي له لارې پر ازاد تګراتګ، د تاوتریخواليو له زیاتېدو پر مخنیوي او د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو لپاره…
په روسیه کې د اسلامي امارت سفير وايي، افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) کې يو ناظر هېواد دی او غواړي په دغه سازمان کې خپل فعال ګډون بېرته پيل کړي. په روسیه کې د…
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د سیمې د ثبات لپاره له افغانستان سره د همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې روسیه به له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.…
د راپورونو له مخې، روسیه کې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله په مسکو کې دوه مهم هوايي ډګرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي
د راپورونو له مخې، په روسیه کې پر یوه مسافروړونکي رېلګاډي د پله نړېدو له امله اووه کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو نن د کازان د ۱۶م فورم لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې روسیه غواړي له افغانستانه دغه هېواد ته پر صادرېدونکو تازه او وچو مېوو تعرفه صفر کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر دوه ساعته ټیلېفوني خبرو وروسته ویلي چې روسیه او اوکراین به د بېړني اوربند په اړه مذاکرات پیل کړي.
د راپورونو پر بنسټ، سعودي عربستان په اوکراین کې د جګړې پای ته رسېدو په تړاو د امریکا او روسیې د خبرو کوربهتوب کوي.
کابل کې د روسیې سفارت فرهنګي برخې مسوولین وايي چې هېواد یې چمتو دی څو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې سره په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان ته د روسیې وروستي پلاوي سفر به د هغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو تحریک» نوم لرې کولو او د اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو لا پراختيا ته زمينه برابره کړي.
د امریکا ولسمشر اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر وړاندې د امریکا اوږد واټن ويشتونکي توغندي وکاروي، خو د روسیې ولسمشر مخکې خبرداری ورکړی چې دا کار به په جګړه کې د امريکا او ناټو د نېغې ښکېلتيا په معنا وي او روسیه به یې په تړاو اړینې پرېکړې وکړي.
د چین ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي چې دواړو هېوادونو له پېچلو نړۍوالو شرایط سره سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته په بریالۍ توګه پراختیا ورکړې ده.
راپورونه وايي، د امریکا او روسیې ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې او په ټوله کې ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.
کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې ممکن روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» د نوم ایستلو احتمال له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د اړتیا له مخې څېړل کېږي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، که اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د شانګهای همکاریو له سازمان سره د افغانستان د یوځای کېدو ملاتړ وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ټاکل شوې په «سن پټرزبورګ» اقتصادي ناسته کې د اسلامي امارت په استازیتوب د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ګډون وکړي.
د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له ایران سره د هغه چورلکې لوېدو پېښې په تړاو پلټنې ته چمتو دی چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي او څو نور لوړپوړو چارواکو په کې ژوند له لاسه ورکړ.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ څخه د «طالبانو اسلامي تحریک» د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.