Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اوکراین د ډرون بریدونو له امله روسیه کې دوه هوايي ډګرونه تړل شوي

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، روسیه کې د اوکراین د ډرون بریدونو له امله په مسکو کې دوه مهم هوايي ډګرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي.

رویټرز نن په یوه راپور کې د روسیې چارواکو له قوله لیکلي، نن د یکشنبې په سهار د اوکراین  ډرون الوتکو مسکو په نښه کړی چې له امله یې په دغه پلازمینه کې دوه مهم هوايي ډګرونه د لنډ مهال لپاره تړل شوي دي.

د مسکو ښاروال ویلي، ۹ اوکرایني ډرون الوتکې یې په نښه کړي او ډېر جدي زیان نه دی اوښتی.

دغه‌راز د روسیې د هوایي چلند ادارې ویلي چې دغه دوه هوایي ډګرونه یې د خوندیتوب په موخه تړلي دي.

په راپور کې راغلي: «د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو برید د تولا په سیمه کې د ازوټ کیمیاوي فابریکې کې لنډ مهاله اور هم رامنځته کړ او دوه کسان یې ټپیان کړل.»

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین تېره اونۍ هم پر روسیې بریدونه کړي وو چې په غبرګون کې یې د تېرې جمعې په ورځ روسیې پر کي‌یف ځينې ډرون بریدونه وکړل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.