ژبه

روسیه: که لوېدیځ رغنده چلند وکړي، له اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

سهراب سروری

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۱

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي چې که لوېدیځ هېوادونه رغنده او سنجول شوی چلند وکړي، روسیه له اوکراین سره خبرو ته چمتو ده.

ټاس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخاییل ګالوزین دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه) د قزاقستان-روسیې د درېیم رسنیز فورم په څنډه کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي چې مسکو تل خبرو اترو او د خبرو له لارې حل‌لارې موندلو ته چمتو و او دا موضوع یې څو ځلې ثابته کړې ده.

ګالوزین اوکراین تورن کړی چې له خبرو اترو یې لاس اخیستی او ویلي یې دي چې اوکرایني لوري په دې برخه کې ثابت دریځ نه درلود.

هغه زیاته کړې چې که د اوکراین ملاتړو لوېدیځو هېوادونو ترمنځ دغه درک رامنځته شي چې د جګړې د اصلي عواملو د حل لپاره رښتینو او رغنده خبرو ته اړتیا ده، نو د داسې خبرو زمینه به برابره شي.

د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي چې که مقابل لوری خبرو ته چمتو نه شي، روسیه به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.