منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۳ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

خبرو

۱۷ راپورونه

راپورونه

د ترمذ خبرو په څنډه کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلونې په برخه کې د افغانستان پر رول ټینګار وشو

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د ترمذ خبرو اترو په څنډه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا کارپوهانو د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې د افغانستان پر مهم رول، د سوداګریزو دهلېزونو پر پراختیا او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

متقي: افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي د سیمه‌ییزې هم‌پالنې بریالۍ بېلګه جوړه کړي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د مشورتي خبرو اترو په لومړۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې د دې ناستې موخه د ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا، د اقتصادي…

ټرمپ ویلي، له پوتین سره خبرو کې پرمختګ شوی

په الاسکا کې د اوکراين جګړې ته د حل موندلو په موخه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ سرمشریزه پرته له کومې هوکړې پای ته رسېدلې خو ټرمپ دا ناسته ګټوره بللې او ویلي یې دي چې له پوتین سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ایراني او امریکايي چارواکي به راتلونکې اونۍ د خبرو لپاره په عمان کې لیدنه وکړي

د امریکا ولسمشر ویلي، هېواد یې اوس په مستقیمه توګه له ایران سره د خبرو اترو په حال کې دی خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دواړه هېوادونه به راتلونکې اونۍ د لوړپوړو چارواکو په کچه د غیرمستقیم خبرو اترو لپاره عمان کې وګوري.