ژبه

د ترمذ خبرو په څنډه کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلونې په برخه کې د افغانستان پر رول ټینګار وشو

احمد صهیب حسرت

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۹

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وایي، د ترمذ خبرو اترو په څنډه کې د افغانستان او منځنۍ اسیا کارپوهانو د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې د افغانستان پر مهم رول، د سوداګریزو دهلېزونو پر پراختیا او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د «منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلونې په اړه د ترمذ خبرو اترو» غونډې په څنډه کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د کارپوهانو ترمنځ د لوړې کچې تخصصي ناسته جوړه شوه.

سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې مخکښو پالیسي جوړوونکو او شنونکو د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا او د سیمه‌ییزې نښلونې د پراختیا په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

د سرچینې په وینا، ګډونوالو د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلوونکې پُل په توګه د افغانستان پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار کړی او د خبرو اترو د دوام، د عملي همکاریو او د پراخو اقتصادي نوښتونو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي چې د بحثونو اصلي محور د سوداګریزو دهلېزونو پراختیا، د ترانسپورټي او انرژۍ اړیکو ښه والی او د دوامدارو تعاملاتو له لارې د متقابل باور پیاوړتیا وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز او د افغانستان اسلامي امارت استازو په دې ناسته کې فعال ګډون کړی او د سیمه‌ییزو لومړیتوبونو او د همکاریو د پراختیا د لارو چارو په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د یوې باثباته او سوکاله سیمې د رامنځته کولو لپاره پر ګډې ژمنتیا ټینګار شوی او ویل شوي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو او افغانستان ترمنځ نږدې همکاري د سیمه‌ییزې همغږۍ او ادغام له ظرفیتونو د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.