ترمذ کې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانیستل شو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډون د اوزبکستان په ترمذ ښار کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې پرانیستل شو.



