Language

جې‌ډي ونس له ایران سره د دویم پړاو خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): که څه هم د امریکا ولسمشر تېر ماښام ویلي وو چې د ده مرستیال جې‌ډي ونس د امنیتي اندېښنو له امله له ایران سره دویم پړاو مذاکراتو کې ګډون نه کوي، خو د راپورونو له مخې، ونس د دغو خبرو اترو لپاره اسلام‌اباد ته سفر کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې ونس د امنیتي اندېښنو له امله له ایران سره په دویم پړاو خبرو کې ګډون نه کوي.

خو په همدې حال کې درېیو امریکايي سرچینو اکسيوس ته ویلي، تمه ده جې‌ډي ونس له ایران سره د احتمالي هوکړې او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره نن سهار (سه‌شنبه) اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

دوو سرچینو ویلي چې ونس به د سه‌شنبې په سهار اسلام‌اباد ته روان شي، په داسې حال کې چې درېیمې سرچینې ویلي، هغه ښايي د دوشنبې شپې ناوخته له امریکا حرکت کړی وي.

په راپور کې راغلي چې د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او جارد کوشنر هم تمه ده د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي شورا مجلس رییس محمدباقر قالیباف نن (سه‌شنبه) ویلي چې تهران د ګواښ تر سیوري لاندې خبرې نه غواړي.