کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): د ټولنیز امنیت تړون سازمان (CSTO) کې د روسیې دایمي استازي ویکټور واسیلېف ویلي چې د افغانستان وضعیت لا هم د دغه سازمان په اجنډا کې په جدي توګه شامل دی او غړي هېوادونه په منظم ډول د دغه هېواد تحولات ارزوي.
د روسیې دولتي خبري اژانس (ټاس) د واسیلېف له قوله راپور ورکړی چې د دغه سازمان عمده اندېښنه تر ډېره د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې وضعیت دی.
هغه ټینګار کړی چې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د ګډ پروګرام عملي کول پیل شوي او غړي هېوادونه د تاجکستان د پولو اړتیاوې او د اړینو تجهیزاتو او امکاناتو د برابرولو څرنګوالی ارزوي.
د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) د روسیې په مشرۍ یو امنیتي ايتلاف دی چې روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان یې غړي هېوادونه دي.