کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): جرمني روسیه تورنه کړې چې تېره میاشت یې د ختیځ جرمني د لایپزیګ–هاله پر هوايي ډګر د چاودېدونکو توکو لرونکي ډرون په وسیله د برید هڅه کړې وه؛ مسکو دغه تور رد کړی دی.
الجزیرې نن راپور ورکړی چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ ویلي، د دغه هېواد استخباراتي ادارو او پولیسو موندلې چې په هوايي ډګر کې موندل شوی ډرون د روسیې له پوځي ټکنالوژۍ سره ورته والی درلود او چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي وو.
د راپور له مخې، یاد ډرون د اګسټ په څلورمه شپه د اوکراین د «انتونوف ایرلاینز» یوې باروړونکې الوتکې ته نږدې، د لایپزیګ–هاله هوايي ډګر په باروړونکې سیمه کې موندل شوی و.
سرچینه زیاتوي چې د ډرون له موندل کېدو وروسته د هوايي ډګر فعالیت د لنډ وخت لپاره درول شوی و او د چاودېدونکو توکو متخصصینو د روبوټ په وسیله هغه شنډ کړی و.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، د پولیسو څېړنې، د پېښې څرنګوالی او استخباراتي معلومات ټول د دې ښکارندويي کوي چې روسیه د دې برید د هڅې مسووله ده.
الجزیره زیاتوي چې د جرمني حکومت تر اوسه د دې پېښې او مسکو ترمنځ د تړاو په اړه مشخص جزییات په عامه توګه نه دي شریک کړي او ټول اړوند شواهد یې هم نه دي خپاره کړي.
د راپور له مخې، جرمني د دې پېښې په غبرګون کې اعلان کړی چې د سپټمبر له ۱۸مې به په بُن ښار کې د روسیې یوه قونسلګري وتړي او په برلین کې به د روسیې یو کلتوري مرکز هم وتړل شي. دغه راز، د روسیې سفیر د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی.
روسیې بیا په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي. په برلین کې د روسیې سفارت د جرمني تورونه «بېبنسټه» بللي، او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې برلین د خپلو کورنیو ستونزو څخه د پام اړولو لپاره مسکو تورنوي.
له بلې خوا په راپور کې راغلي چې پولنډ، ایټالیا، بریتانیا، سویډن او چک جمهوریت د جرمني له دریځ څخه ملاتړ کړی، او اروپایي ټولنې هم ویلي چې موضوع به له ناټو سره وڅېړي.