کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو نن د کازان د ۱۶م فورم لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې روسیه غواړي له افغانستانه دغه هېواد ته پر صادرېدونکو تازه او وچو مېوو تعرفه صفر کړي.
د روانې غويي میاشتې په ۲۴مه د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت یوه لوړپوړي دولتي پلاوي د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو یې هم ملتیا کوله.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو نن کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال یاد سفر کې خپلې لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکړې کړې.
د یادې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وویل: «درې ورځې مخکې مو سفر درلوده د روسیې جمهوري تاتارستان ته چې موږ وکولی شول د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ او پانګونې خونو ترمنځ لومړی قرارداد وکړو.»
هغه زیاته کړه، په دغه قرارداد کې سوداګري، ترانزیټ، د نندارتونو او کانونو استخراج برخه کې همکارۍ شاملې دي.
نوموړي وویل، د همکاریو یاد قرارداد د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په حضور کې لاسلیک شو.
د نوموړي په خبره، دوی روسي سوداګرو او پانګهوالو ته په کابل کې د امام ابوحنیفه نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې او هغوی ورته ویلي چې د سوداګرو لېستونه به ورسره شریک کړي.
مومند زیاته کړه، په دغه سفر کې د روسیې د لومړي وزیر مرسیتال په خپلو خبرو کې وویل، له افغانستان څخه روسیې ته په صادرېدونکو تازه او وچوو مېوو به ګمرکي تعرفې صفر کړي.
د هغه په خبره، اوسمهال د افغانستان او روسیې ترمنځ کلنۍ سوداګري ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د مومند په وینا، په دغه سفر کې خصوصي کمپینو هم شاوخوا ۲۵ قراردادونه لاسلیک کړل چې ارزښت یې سلګونه میلیونه ډالرو ته رسېږي او زیاته یې کړه چې په اړه نور جزییات به وروسته شریک کړي.
په یاده غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري مرستیال میرزا پوپل وویل، یاد سفر کې دغه راز د ترانسپورټ او د روسي کمپنیو له لوري په مزارشریف ښار کې د صنعتي ښارګوټي جوړېدو برخه کې هم پنځه قراردادونه لاسلیک شول.
هغه زیاته کړه، د روسیې او افغانستان د سوداګریو خونو ترمنځ د کانونو، بانکدارۍ، لوجسټیک او د ویزو ستونزې د حل په موخه هم هوکړې وشوې چې د هغوی له لوري ورته د همکاري ډاډ ورکول شوی دی.
د یادونې ده چې د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د ۲۰ زره شرکتونو استازو ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP