کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې ممکن روسیه په افغانستان کې نورې قونسلګرۍ پرانیزي.
کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې مسکو په افغانستان کې د ډېرو قونسلګریو پرانیستلو احتمال نه ردوي، نوموړي د دې په اړه چې څو قونسلګرۍ به په کومو ولایتونو کې پرانیزي، معلومات نه دي ورکړي.
هغه ویلي: «تر اوسه خو دغه کار ته اړتیا نشته، خو راتلونکې کې هیڅ څه نه شو ردولی.»
نوموړي زیاته کړې: «روسیې او افغانستان خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې په ۱۹۱۹ کال کې پیل کړې، هغه مهال په کابل کې له سفارت او په مزارشریف کې له قونسلګرۍ پرته هم موږ خپلې ډيپلوماتیکې اړیکې وساتلې.»
هغه د خپلو خبرو په دوام کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر هغه سپارښتنه ټينګار کړی چې خپلو وګړو ته يې ویلي څو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له امله دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر تېره ورځ هم ویلي وو چې مسکو به د «طالبانو» د رسمیت پېژندنې او د ممنوعه سازمانونو له لېسته د هغوی د حذفولو په موضوع کې پر خپلو ګټو متمرکز وي.
د هغه په خبره، د افغانستان پلاو د روسیې او اسلامي نړۍ په نړۍوال اقتصادي فورم، کازان فورم، د سنپټرزبورګ د نړۍوالې ناستې په نهمې او نورو ناستو کې ګډون کړی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن