منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ناروې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیون کرون مرسته وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۶ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې ناروې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۵ میلیون کرون چې شاوخوا ۱.۶۳ میلیون امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا د یوه پیغام په خپرولو د ناروې له دې نوې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه پیسې به په ټول افغانستان کې له اړمنو خلکو سره په مرستو کې ولګېږي.

اوچا زیاته کړې: «ستاسې دغه پیسې به په ټول افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره ولګېږي.»

د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) د اوچا تر مدیریت لاندې د هېواد په کچه ګډ صندوق دی چې په افغانستان کې د همغږو، لومړیتوب لرونکو او اصولي بشري مرستو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي. دغه صندوق په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی دی.