کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): حکومتي چارواکو، د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو درېیمې کالیزې په نمانځغونډه کې د هر ډول تعصب پر له منځه وړلو د ټینګار ترڅنګ، له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

دغه مراسم - چې پوځي مانور هم پکې و - د بګرام په هوایي ډګر کې د ځينو چارواکو په ګډون کې تر سره شول.

دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې هېچاته د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي او د افغانستان خاوره به د هیچا پر وړاندې و نه کارول شي.

هغه وویل، اسلامي امارت په خپل بهرني سیاست کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي، په هېواد کې لسګونه سفارتونه فعال دي، افغانستان ته بهرني ډيپلوماټان سفرونه کوي او د افغانستان استازي په ډيپلوماتيکو ناستو کې فعال حضور لري.

هغه وویل، اسلامي امارت داخلي اختلافات له منځه وړي، په هېواد کې یې د ورورګلوۍ فضا رامنځته کړې او اوس ټول خلک په سوله او امنیت کې ژوند کوي.

هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني وویل: «نن د افغانستان د خلکو لپاره تاریخي او د خوښۍ ورځ ده، پر موږ لازمه ده چې د دغه لوی نعمت شکر ادا کړو.»

نوموړي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له رامنځته شوي فرصت مطلوبه ګټه پورته کړي او له افغانستان سره دې د تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.

دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې اوس په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او د عفوي فرمان د خلکو ترمنځ د ورورګلوۍ زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل، اسلامي امارت د یوه مسوول نظام په توګه په هېواد کې د عامه هوساینې لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت او د هر ډول قومي ،ژبني او سمتي تعصب او تبعیض له منځه وړلو لپاره جدي هڅې پیل کړي دي.