ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله: نړۍواله ټولنه دې د افغانستان له خلکو سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي

ډاکټر عبدالله: نړۍواله ټولنه دې د افغانستان له خلکو سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي

author avatar
28 Jun 2023 - 11:11
ډاکټر عبدالله: نړۍواله ټولنه دې د افغانستان له خلکو سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي
آرشیف
author avatar
28 Jun 2023 - 11:11

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هیله لري چې نړۍواله ټولنه اقتصادي ستونزو او سخت وضعیت ته په کتو د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ډاکټر عبدالله په خپله فېسبوک‌پاڼه کې د اختر مبارکۍ پیغام کې ویلي، هیله‎من دی د نېکمرغه لوی اختر د خوشحالیو ډکو ورځو په برکت چې د قربانۍ، سرښندنو، عدالت، برابرۍ او خپلوۍ پاللو سمبول دی، د هېواد د وروڼو قومونو ترمنخ د سوله‌ییز ژوند فضا رامنځته شي.

هغه زیاته کړې، تمه لري نړۍواله ټولنه اقتصادي ستونزو ته او شخت شرایطو ته په کتو له افغانانو سره خپلو مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.