Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې خپلې پانګونې نه کموي

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالو عالي کمېشنرۍ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو په دغه هېواد کې خپلې پانګونې کمې نه‌کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر (اوچا) د یوه پیغام په خپرولو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالۍ عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له قوله ویلي، میلیونونه افغانان له لسیزو جګړو وروسته د بېرته راګرځېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې په افغانستان کې خپلې پانګونې کمې نه‌کړي.»

هغه څرګنده کړې چې د بودجې کمښت له افغانستان سره حیاتي مرستې تهدیدوي.

جمال ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان له خلکو د نړۍوالې ټولنې ملاتړ تر بل هر وخت ډېر اړین دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.