منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پانګونې

۶۲ راپورونه

راپورونه

متحده عربي اماراتو افغانستان کې له ګاز څخه د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د متحده عربي اماراتو یوې کمپنۍ افغانستان کې له ګاز څخه د زر میګاواټه برېښتا د تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت…

افغانستان کې د پانګونې پر جلبولو د اسلامي هېوادونو د علماوو او پانګه‌والو ټینګار

د پنجشېر ولایت مقام وايي چې د شاوخوا لسو اسلامي هېوادونو یوې ډلې دیني علماوو او پانګه‌والو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې په افغانستان، په ځانګړې توګه پنجشېر کې د پانګونې پر جلبولو ټینګار کړی او د داسې یوې طرحې د تدوین خبر یې ورکړی چې پر بنسټ به یې د اسلامي هېوادونو ۲۵۰ شرکتونه په افغانستان کې نهه نهه سوه زره امریکايي ډالر پانګونه کوي.

تورغونډۍ بندر کې د پانګونې او د هغه د پراختيا برخه کې هوکړه‌لیک لاسليک شو

د ټولګټو وزارت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېلي ترانسپورټي شبکې همغږي کولو او د دوه اړخيزو همکاريو پراختيا په موخه د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت تورغونډۍ بندر کې د پانګونې او د هغه د پراختيا برخه کې هوکړه‌لیک لاسليک شو.

ټرینچارډ: هڅه کوو په افغانستان کې کرنه د خصوصي سکټور لپاره د پانګونې وړ وګرځوو

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر وايي، اقلیمي بدلون د دغه هېواد کرنیز سکټور سخت ځپلی چې له امله یې کروندګر له اقتصادي او رواني پلوه اغېزمن شوي، خو دوی هڅه کوي د نړۍوالو شریکانو او افغان حکومت په همکارۍ په دې برخه کې د دوامدارو پانګونو لپاره بنسټیز بدلون رامنځته کړي.

قزاقستان د تورغونډۍ – هرات رېل‌پټلۍ جوړولو برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ویلي، په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي او هېواد یې چمتو دی چې د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ جوړولو برخه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د چین خصوصي سکټور افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، یوه چینایي پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د شرایطو له برابرېدو سره به عملي اقدام وکړي.

قزاقستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ برخه کې ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتووالی وښود

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

عزیزي: سر له سبا افغانستان کې د لس‌نیم میلیارد ډالرو پانګونې عملي چارې پیلوم

د عزیزي بنسټ افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې ۴۰۰ بستریز روغتون، د مور او ماشو خوندیتوب ۲۰۰ بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځیو، د نرسېنګ انسټېټیوټ او طبي پوهنتون جوړولو او ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید برخو کې ۱۰،۵ میلیارد ډالره پانګونه کوي.

نور راپورونه