ژبه

سمنګان کې یوې ښځې په کوچنۍ پانګونې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

ایبک (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د سمنګان یوې اوسېدونکې سلطانې واحدي د ۴۰ زره افغانیو په پانګونې سره د لبنیاتو د پروسس کارخونه جوړه کړې او له دې لارې یې د دغه ولایت لسګونو بې‌وزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

یادې سوداګرې چې په خپل کور کې یې تولیدي کارخونه جوړه کړې، بېلابېل ډوله لبنیات او ترشي تولید او بازار ته یې وړاندې کوي.

مېرمن واحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پنځه کال کېږي چې په لږ پانګه او اقتصادي ستونزو او د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د مناسب بازار نشتوالي سره سره کار کوي.

هغې وویل: « کله چې مې په سمنګان کې د لبنیانو برخه کې کار پیل کړ، زما سرمایه ۴۰ زره افغانۍ وه چې اوس مې سرمایه ۱۵۰ زره افغانۍ ده، که مې ملاتړ وشي کولای شم د هېواد په کچه د دغې کارخونې فعالیت پراخ کړم.»

نوموړې زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې لسګونو ښځو ته مې په خپل کور کې د کار زمینه برابره کړې، هر سهار د سمنګان د لرې پرتو کلیو له کورونو خامې شېدې راټولوي چې دې چارې هم له ۷۰ تر ۸۰ کورنیو په اقتصاد کې مرسته کړې ده.

دغې متشبثې مېرمنې وویل: «کله چې موږ له لرې کورونو شېدې جمع کوو له هغو مستې، چکه، پنېر، کوچ جوړوو او دغه‌راز ترشي باب لکه چکني او اچار هم تولیدوو او د پلور لپاره یې د ایبک ښار بازار ته وړو.»

هغه وایي، خلک باید له داخلي تولیداتو استفاده وکړي څو له یوې خوا د ښځو اقتصادي ستونزې حل شي او له بلې خوا هغوی وکولای شي خپل کار پراخ کړي او له دې لارې نورو ښځو ته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه د سمنګان له سیمه‌ییزې ادارې غواړي چې له سوداګرو او متشبثو ښځو لا ډېر ملاتړ وکړي او د دوی د تولیداتو لپاره د ښځو یو ځانګړی بازار جوړ کړي څو متشبثې او سوداګرې ښځې وکولای شي خپل تولیدات هلته د پلور لپاره یوسي.

بهشته محمدي چې یاده کارخونه کې ورته د کار زمینه برابره شوې، خوښي څرګندوي او وايي: «زما دوه کاله کېږي چې دې کارخونه کې کار کوم او له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروم، واقعاً د خوشحالۍ ځای دی.»

هغې هم له ځایي مسوولینو او موسسو غوښتنه وکړه چې له کوچنیو فابریکو ملاتړ وکړي څو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره شي.

سمنګان کې یوې ټولنیزې فعالې زبیدې عزتي د دې سوداګرې کړنې وستایلې او وایي، کله چې په هېواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره شي د دې ترڅنګ چې د هغوی اقتصادي ستونزې حلېږي، کورنی تاوتریخوالی هم ورسره کمېږي.

هغې هم له ښځینه سوداګرو څخه پر ملاتړ ټینګار کوي.

دا یوازۍ سلطانه واحدي نه ده چې په کمه سرمایه یې په سمنګان کې نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، بلکې په سمنګان کې یوې بلې مېرمنې فرشتې ظریفي هم په ۱۰ زرو افغانیو د خیاطۍ او لاسي صنایعو برخو کې خپل کار‌وبار پیل کړی دی.

فرشته ظریفي چې د «ابرېشم» کارخونې مسووله او د سمنګان یوه سوداګره ده، پژواک ته یې وویل، د دې ترڅنګ چې دمګړۍ ۲۰ شاګردان لري، څو ځلې یې له دې کارخونې شاګردان فارغ کړي او اوس هغوی پر ځان بسیا دي چې هر یو یې لسګونه شاګردان لري.

هغه وایي: «کله مې چې دې برخه کې کار پیل کړ، ۱۰ زره افغانۍ مې درلودې او په همدې کمه پانګه او ډېرو ستونزو سره مې خپل کار ته دوام ورکړ، اوس د خدای شکر دی پر ځان بسیا یم او کولای شم چې له دې لارې خپل لګښتونه برابر کړم.»

ورته وخت کې، د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي احمدخان خادم وایي چې دغه ریاست د حکومت او موسسو له لارې له شاوخوا ۱۵۰۰ ښځو ملاتړ کړی دی.

نوموړي وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له متشبثو او کوچنیو سوداګرو ښځو د ملاتړ برخه کې جدي پاملرنه لري او هڅه کوي څو له بېلابېلو لارو له کوچنيو او لویو صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ وکړي.

ورته موضوع