Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قزاقستان د تورغونډۍ – هرات رېل‌پټلۍ جوړولو برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۴): د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي او هېواد یې چمتو دی چې د تورغونډۍ – هرات اوسپنې پټلۍ جوړولو برخه کې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر «مرات نورتلیف» سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، په دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا او د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي، متقي قزاقستان د مرکزي اسیا مهم هېواد یاد کړ او هیله یې وښوده چې له رامنځته شوو ظرفیتونو په استفادې باید دواړه هېوادونه د سیمې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

متقي له قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې بللې او ګڼو برخو کې یې د همکاریو پراختیا ته خپله ژمنتیا تکرار کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر، د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه د ښکېلتیا د زیاتوالي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په نږدې راتلونکي‌ کې به په یو رسمي سفر کابل ته راشي.

هغه ویلي چې هېواد يې چمتو دی په افغانستان کې د تورغنډۍ – هرات رېل پټلۍ جوړولو په برخه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره به اړېکې زیاتوي او د دواړو هېوادونو کاري ټیمونه به په کابل او استانه کې خبرو او کار ته دوام ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.