ژبه

همکار: افغانستان د برېښنا سکټور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې مناسب بستر دی

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۵): د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان د برېښنا سکټور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب بستر دی.

د افغانستان برېښنا شرکت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د برېښنا سکټور کې د پانګونې او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي، نوې‌کېدونکې انرژۍ، د پانګونې فرصتونو او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم بحث کړی دی.

ملا عبدالحق همکار ویلي چې افغانستان د برېښنا سکټور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې مناسب بستر دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د طرحې په اړه خبرې کړې، څو په راتلونکي کې د انرژۍ د تبادلې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

بلخوا، په کابل کې د ایران سفیر ویلي چې هېواد یې لېوال دی څو له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو او انرژۍ برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د هغه په خبره، د نوې‌کېدونکې انرژۍ برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره ښه فرصتونه برابر شوي، څو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ګډ کار ترسره او له دې لارې د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا زمینه هم برابره شي.

بېکدلي د برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رییسه غوښتي چې ایران ته سفر وکړي، څو د ګډو همکاریو، تخنیکي بحثونو او اړینو اقداماتو په اړه هر اړخیزې او پر وخت خبرې وشي.