کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وایي، یوه الماني شرکت په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو برخه کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني د «ترستکو میدلایست» آلمانی شرکت له مسوول دوکتور محمد درخشان سره وکتل.
درخشان په دغه لیدنه کې ویلي: «موږ غواړو په افغانستان کې د سړکونو جوړولو برخه کې د کانونو په بدل کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو او لېواله یو چې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سره په ګډه کار وکړو.»
د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمدعیسی اخند هم ویلي چې دا مهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د سړکونو برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.
ده ویلي، د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونه چې د افغانستان له مهمو سړکونو څخه شمېرل کېږي، یاد وزارت یې د رغولو پلان لري، په دې تړاو به د ا.ا.ا له رهبرۍ سره سلا تر سره شي او د رهبرۍ له منظورۍ وروسته به له یادو سړکونو څخه د یو سړک د رغونې کار یاد الماني شرکت ته ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP