کابل (پژواک) – د امریکا ډیموکراټ ګوند د ۲۰۲۶ کال په منځمهاله ټاکنو کې د استازو جرګې د ډېری څوکیو په ګټلو سره بریا خپله کړه.
د سيبياېس خبري شبکې د اعلان شوو پایلو له مخې، ډیموکراټانو د استازو جرګې ۲۱۸ څوکۍ او جمهوريغوښتونکو ۱۳۴ څوکۍ ګټلې دي.
یادې شبکې راپور ورکړی چې ډیموکراټانو په یو شمېر رقابتي ټاکنیزو حوزو کې په بریا سره د جمهوريغوښتونکو پخوانی اکثریت له منځه وړی دی.
په دغو ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ سیالۍ ته وړاندې شوې او د اکثریت ترلاسه کولو لپاره هر ګوند لږ تر لږه ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا درلوده.
د سيبياېس د معلوماتو له مخې، ډیموکراټان توانېدلي چې ۲۱۸ څوکۍ ترلاسه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډیموکراټان په یو شمېر ایالتونو، لکه پنسلوانیا، کنتاکي، کلوراډو او شمالي کارولینا کې د جمهوريغوښتونکو نوماندانو په ماتولو بریالي شوي دي.
د راپور له مخې، ډیموکراټانو په شمالي کارولینا کې هغه څوکۍ ګټلې چې له تېرو ۱۵ کلونو ډېر وخت د جمهوريغوښتونکو په واک کې وه.
سيبياېس لیکلي چې دا بریا داسې مهال ترلاسه شوې چې د ژوند د لګښتونو لوړېدل، د رایېورکوونکو اقتصادي اندېښنې، د ایران جګړه او د ډونالډ ټرمپ سوداګریزې تعرفې د امریکا پر ټاکنیز چاپېریال اغېز لرونکي مهم موضوعات وو.
په راپور کې راغلي چې د استازو جرګې د اکثریت په بدلېدو سره، د امریکا په کانګرېس کې د واک انډول بدلېږي او د ډونالډ ټرمپ اداره به د خپلو پروګرامونو د پلي کولو او قوانینو د تصویب لپاره له لا ډېرو ننګونو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ډیموکراټ ګوند په منځمهاله ټاکنو کې د دغه هېواد د سنا جرګې د څوکیو اکثریت هم ترلاسه کړی دی.










