کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): سرچینې وایي چې سعودي عربستان د ریاض پر هوایي ډګر له وروستیو مرګونو بریدونو وروسته په پام کې لري چې د پانګونې ستر نړیوال کنفرانس په حضوري او انلاین بڼه ترسره کړي، څو د نړیوالو شرکتونو مسوولین او مشران وکولای شي له لرې هم په کې ګډون وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دوو باخبره سرچینو ویلي چې دغه پرېکړه د ریاض پر نړیوال هوایي ډګر د حوثیانو له وروستیو مرګونو بریدونو وروسته شوې؛ هغو بریدونو چې سعودي عربستان ته د اقتصادي چارواکو او د لویو شرکتونو د مشرانو د سفر په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې د «راتلونکې پانګونې نوښت» (FII) کنفرانس لسمه دوره د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې ریاض کې د ملک عبدالعزیز د نړیوال کنفرانس په مرکز کې ترسره شي.
یوې سرچینې ویلي چې له امنیتي اندېښنو سره سره، تمه کېږي یو شمېر ګډونوال سعودي عربستان ته سفر وکړي او ښایي له ریاض بهر په هوایي ډګرونو یا د خلیج په ګاونډیو هېوادونو کې ښکته شي او وروسته د ځمکې له لارې پلازمېنې ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کنفرانس تنظیموونکو مخکې اعلان کړی و چې په سعودي عربستان کې پر مهمو هدفونو له توغندیزو او د بېپیلوټه الوتکو له بریدونو سره سره به دغه غونډه د پلان له مخې ترسره شي.
د راتلونکې پانګونې نوښت انسټیټیوټ اجرائیوي مشرې مها آل سعود او د دغه انسټیټیوټ د اجرائیوي کمېټې مشر ریچارډ اتیاس په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د دغه کنفرانس د زرګونو ګډونوالو امنیت او خوندیتوب ورته لومړیتوب لري.
سرچینې لیکلي چې د راتلونکې پانګونې نوښت کنفرانس، چې د «دښت داووس» په نوم هم پېژندل کېږي، هر کال د نړۍ د مشرانو، د لویو شرکتونو د مسوولینو او نړیوالو پانګهوالو په ګډون جوړیږي.
په راپور کې راغلي چې سعودي عربستان له دغه کنفرانس څخه د خپلو اقتصادي پروګرامونو د معرفي کولو، پر تېلو د اقتصاد د تکیې کمولو او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره ګټه اخلي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې د نړۍ د سترو مالي شرکتونو، لکه ګولډمن ساکس، سټنډرډ چارټرډ او سیټي ګروپ یو شمېر لوړپوړي مشران په دغه کنفرانس کې ویناوې وکړي، خو تر اوسه یې حضوري ګډون نه دی تایید شوی.
دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ پوځي نښتې زیاتې شوې او د دغه هېواد پر مهمو تاسیساتو توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي دي.
د سعودي عربستان د حکومت رسنیز دفتر تر اوسه د پانګونې کنفرانس د حضوري او انلاین ترسره کېدو د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.