منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:56 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
کرنه

د چین خصوصي سکټور افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، یوه چینایي پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د شرایطو له برابرېدو سره به عملي اقدام وکړي.

· 2 دقیقې لوستل · 322 کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، یوه چینایي پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د شرایطو له برابرېدو سره به عملي اقدام وکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د چین د ولسي جمهوریت له یو لوړپوړي دولتي پلاوي او د یاد هېواد د خصوصي سکتور له استازو سره په کابل کې وکتل.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو همکاریو، پانګونې او د چین د تجربو د شریکولو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، د چین پلاوي د دغه هېواد د خصوصي سکټور له‌خوا په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې که د ځمکو کرایه، اسانتیاوې او نور شرایط برابر شي نو دوی به خپلې عملي پروژې پیل کړي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د چین له همکاریو هرکلی وکړ او ویې ویل: «موږ خوښ یو چې د چین دولت او خصوصي سکتور د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ دی، د دوی لېوالتیا د امېد وړ ده.»

هغه ویلي، اسلامي امارت چمتو دی چې پانګه‌والو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي او هیله یې څرګنده کړې چې ژر د یادو پروژو عملي چارې پيل شي.