ژبه

وچکالۍ او د بازار نشتوالي د کندهار د انارو بڼوال له زیان سره مخ کړي

امين سمسور

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۱

۳ کتنې

کندهار (پژواک)-  د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات د تېر کال په نسبت کم شوي؛ بلخوا د اوبو کمښت، د انارو د بیو ټیټوالي او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي نشتوالي بڼوال له زیان سره مخ کړي دي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک ته وویل، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر نږدې ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه شته او اټکل کېږي چې سږ کال به شاوخوا ۲۲۰ زره ټنه انار ترې راټول شي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د انارو حاصلات ۲۷۵ زره ټنه اټکل شوي وو.

هغه زیاته کړه، وچکالۍ د کندهار د انارو پر بڼونو منفي اغېز کړی، خو په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د زیان کچه توپیر لري. د ارغستان ولسوالۍ بڼوال تر نورو ډېر زیانمن شوي او ځینو یې د اوبو د کمښت له امله خپل بڼونه له منځه وړي دي.

د نوموړي په خبره: «سږ کال د انارو باغونه ۳۰ سلنه زیانمن شوي چې ډېر زیان په ارغستان کې رسېدلی، خو د ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو د انارو حاصلات نسبتاً ښه دي او وچکالۍ دومره اغېز نه دی پرې کړی.»

د اوبو کمښت او د بیو ټیټوالی

د ارغنداب ولسوالۍ یو بڼوال میرزامحمد وايي، پخوا د اوبو ستونزه دومره جدي نه وه، خو اوس د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدل د انارو د بڼونو خړوبول ستونزمن او لګښتونه یې زیات کړي دي.

هغه پژواک ته وویل: «پخوا مو اوبه لرلې، که به مو انار خراب شوي هم وو، خو ډېر زیان به مو نه لیده، اوس اوبه ډېرې کښته شوې دي او د ځمکې له تل څخه د هغو راایستل مصارف غواړي او دلته انار بیه نه لري.»

د میرزامحمد په وینا، د انارو لپاره د بهرنیو بازارونو نشتوالی هم د بڼوالو ستونزې زیاتې کړې دي؛ ځکه په کورني بازار کې د انارو بیې ټیټې دي او بڼوال نه شي کولای د تولید او خړوبولو لګښتونه په مناسبه توګه پوره کړي.

هغه وايي، اوس کابل او هرات د کندهار د انارو مهم کورني بازارونه دي، خو هلته هم انار په مناسبه بیه نه پلورل کېږي او بهرنیو بازارونو ته یې د صادراتو زمینه محدوده ده.

دغه‌راز، د ارغنداب ولسوالۍ یو بل بڼوال حیات‌الله هم وايي، وچکالۍ د انارو یوه برخه زیانمنه کړې او ډېری مېوې چاودلې دي، چې له امله یې د پلور ارزښت کم شوی دی.

نوموړي وویل: «له یوې خوا د وچکالۍ له امله انار خراب شوي او ډېره برخه یې چاودلي دي، له بلې خوا په کور دننه بازار نه لري، که بهرنی بازار ورته پیدا نه شي، د کندهار د انارو بڼوال به سخت زیانمن شي.»

بهرنیو بازارونو ته د انارو د لېږد هڅې

د انارو سوداګر ندامحمد فاروقي وايي، هڅه یې کړې چې د خپلو سوداګریزو اړیکو له لارې بهرني سوداګر وهڅوي، څو د کندهار انار وپېري او نورو هېوادونو ته یې ولېږدوي.

د هغه په خبره، په دې وروستیو کې یې روسي او اوزبک سوداګر کندهار ته راغوښتي وو، څو له بڼوالو او سوداګرو انار وپېري او اوزبکستان ته یې صادر کړي.

فاروقي وویل: «دا مهال موږ له روسي او اوزبک سوداګرو سره د شاوخوا ۸۰ ټنه انارو قرارداد کړی، دا انار په اوزبکستان کې بیاځلي بسته‌بندي کېږي او وروسته روسیې، جاپان، کوریا او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېږي، خو که صادرات ښه پایله ولري، دغه روسي سوداګر به له کندهاره تر پنځو زرو ټنو پورې انار یوسي.»

د نوموړي په خبره، که دغه سوداګریز قراردادونه بریالي شي او د انارو صادرات پراخ شي، د کندهار بڼوال به وکولای شي د خپلو محصولاتو لپاره نوي بازارونه ومومي او خپل اقتصادي زیانونه راکم کړي.

د انارو د پروسس صنعت؛ د بازارموندنې بله لاره

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، له تېر کال راهیسې په کور دننه له انارو جوس او روب جوړېږي او دغو تولیداتو ته د بازار لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

هغه پژواک ته وویل: «که څه هم د لارو بندېدو له امله د انارو صادرات کم دي، خو ښه زېری دا دی چې په کور دننه له انارو جوس او روب جوړېږي چې د اوږدې مودې لپاره د کارونې وړ دي او ښه بازار لري.»

بینا وايي، د انارو پروسس کولای شي د تازه انارو د پلور د ستونزو کمولو لپاره یوه بدیله لاره وي؛ ځکه له انارو جوړ شوي محصولات د اوږدې مودې لپاره ساتل کېدای شي او بازار ته یې د وړاندې کولو فرصت هم زیات وي.

د هغه په خبره، په تېرو کلونو کې پاکستان د کندهار د انارو تر ټولو لوی بازار و او هر کال به دغه هېواد ته له ۵۰ زرو تر ۹۰ زرو ټنو پورې انار صادرېدل، خو له تېر کال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله د انارو صادرات له ستونزو سره مخ شوي دي.

د کندهار د انارو بڼوال په داسې حال کې د وچکالۍ، د اوبو د لګښتونو او د بازار د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي چې د حاصلاتو د پلور لپاره د کورنیو بازارونو ترڅنګ بهرنیو بازارونو ته لاسرسی او د انارو د پروسس صنعت پراختیا د دوی د اقتصادي زیانونو په کمولو کې مهم رول لرلای شي.