منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د روزګار په لټه کډوالي؛ د یو شمېر غوري ځوانانو ترخې خاطرې

· ۷ دقیقې لوستل

فیروزکوه (پژواک) – بېوزلۍ او بېکارۍ د غور ولایت یو شمېر ځوانان دې ته اړ کړل چې د کار موندلو او د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونو برابرولو په هیله ایران ته ولاړ شي؛ خو د کډوالۍ ستونزو، د کار د صاحبانو ناوړه چلند، نیول کېدو او نورو نادودو د هغوی هیلې پر ناهیلۍ بدلې کړې او بالاخره له ترخو خاطرو سره بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

بېکاري او بېوزلي له هغو مهمو ستونزو دي چې د څلورو لسیزو جګړو او د هغو د پایلو له امله د غور په ګډون د بېلابېلو ولایتونو ځوانان ورسره مخ دي. د کاري فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر ځوانان د کار موندلو او د خپلو کورنیو د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره کډوالۍ ته مخه کړي.

د غوري ځوانانو کیسې

۲۸ کلن عبدالکریم د غور ولایت د دولینې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې تېر کال یې د اقتصادي ستونزو له امله او د کار موندلو او له خپلې کورنۍ سره د مرستې په موخه ایران ته د ناقانونه کډوالۍ لاره غوره کړه.

هغه وایي، هیله یې لرله چې له خپل پلرني ټاټوبي په وتلو سره به عاید ترلاسه کړي، د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت به ښه کړي او یوه ورځ به له پیسو ډک لاس بېرته کور ته راستون شي؛ خو کډوالي یې د تمې خلاف وه او له ګڼو ستونزو سره مخ شو.

عبدالکریم وویل: «کله چې له کوره روان شوم، فکر مې کاوه چې که د لارې سختۍ وزغمم، کار به پیدا کړم، پیسې به وګټم او له خپلې کورنۍ سره به مرسته وکړم؛ نه مې غوښتل چې زما او د کورنۍ ژوند مې په بېوزلۍ کې تېر شي؛ یوازېنۍ هیله مې دا وه چې یوه ورځ به له پیسو ډک لاس کور ته راستون شم.»

هغه زیاته کړه، نیمروز ته له رسېدو وروسته یې د یوه قاچاقبر په لارښوونه او د خپلو درېیو ملګرو په ملتیا هڅه وکړه چې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شي.

د هغه په وینا، د کډوالۍ پر لاره د نیول کېدو وېره، د کافي پیسو نشتوالی، له کورنۍ لرېوالی او د راتلونکي نامعلوم برخلیک پر ده او ملګرو یې سخت رواني فشار راوړی و.

عبدالکریم وایي، دی او ملګري یې د لارې له ستونزو سره سره په یوه موټر کې سپاره شول چې یوازې د اتو کسانو د لېږدولو ظرفیت یې درلود؛ خو د مجبورۍ له امله ۱۳ کسان په ډېر تنګ ځای کې پکې کېناستل.

هغه زیاته کړه: «کله چې روان شوو، هیڅ یوه مو نه پوهېدو چې په مخ کې به له کومو ستونزو سره مخ کېږو؛ یوازې دا مو په فکر کې وو چې ایران ته ورسېږو او کار پیدا کړو. موږ د مجبورۍ له امله ولاړو، نه د خوښې له مخې؛ هر یوه غوښتل چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.»

د هغه په خبره، له پنځو شپو او ورځو سفر، اوږده پليو مزلونو او ګڼو ستونزو زغملو وروسته په پای کې له پولې واوښتل او د ایران خاورې ته ننوتل.

عبدالکریم وایي، ایران ته له رسېدو وروسته یې ونه شوکولای د خپلې تمې خلاف ژر کار پیدا کړي؛ خو له ۲۰ ورځو وروسته یې په یوه شرکت کې د ساتونکي په توګه دنده پیل کړه.

د هغه په خبره، له دوو میاشتو کار وروسته د شرکت د خاوند له سپکوونکو او توهینوونکو چلندونو سره مخ شو او په پای کې یې د ناوړه چلند له امله له درېیو میاشتو کار وروسته دنده پرېښوده.

هغه وویل: «د شرکت مالک به راته د “افغانی کثافت” په څېر نسبتونه راته کول او ګواښ یې کاوه چې پولیسو ته به مې معرفي کړي. هغه کارونه چې زما د دندې برخه نه وو، په زور یې راباندې کول. ځان مې هوسا نه احساساوه او په پای کې مې له درېیو میاشتو کار وروسته له شرکته تېښته وکړه.»

دغه ځوان زیاته کړه چې د کار د صاحب د ناوړه او سپکوونکي چلند له امله یې ونه شوکولای د درېیو میاشتو د کار له مزدورۍ ان نیمايي هم ترلاسه کړي.

هغه وویل، له شرکته تر وتلو وروسته خپلو ملګرو ته ورغی او څه موده وروسته یې له هغوی سره په ودانیزه برخه کې کار پیل کړ، څو له دې لارې عاید ترلاسه او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

د عبدالکریم په خبره، هغه شاوخوا اته میاشتې په ودانیزه برخه کې کار وکړ او کله چې یې د ژوند وضعیت تر یوه بریده ښه شوی و، یوه ورځ د کار پر مهال د ایران پولیسو ونیو.

نوموړی چې له نیول کېدو وروسته توقیف ځای ته لېږدول شوی و، وویل: «موږ یې اړ ایستلو چې کمپ پاک کړو او ان د هغوی تشنابونه هم ومینځو. دغه کارونه مو د مجبورۍ له امله کول او د توقیف پر مهال له سپکوونکو او توهینوونکو چلندونو سره مخ وو.»

عبدالکریم وایي، هېواد ته تر راستنېدو وروسته اوس په خپله سیمه کې د پسونو په ساتلو بوخت دی. هغه زیاتوي چې نور ایران ته د کار لپاره د تګ هوډ نه لري او له نورو ځوانانو هم غواړي چې د ناقانونه کډوالۍ لارې تر ټاکلو مخکې د هغې خطرونه په پام کې ونیسي او د کار موندلو لپاره له قانوني لارو کار واخلي.

عبدالحی د غور یو بل ځوان دی چې څلور کاله مخکې یې د اقتصادي ستونزو له امله پرېکړه وکړه چې د کار موندلو او د کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره ایران ته ولاړ شي؛ خو د هغه په وینا، دغه سفر نه یوازې د ژوند ستونزې ورحل نه کړې، بلکې له ترخو او سختو تجربو سره یې هم مخ کړ.

هغه ایران ته د رسېدو لپاره د قاچاق لاره غوره کړه؛ هغه لاره چې د ده په خبره له ګڼو خطرونو ډکه وه.

له سختو او غرنیو لارو تېرېدل، اوږده پلي مزلونه، لوږه او تنده، سخته ستړیا، د سرحدي ځواکونو له خوا د نیول کېدو وېره او له وسله‌والو کسانو او قاچاقبرانو سره د مخامخ کېدو احتمال هغه ستونزې وې چې نوموړی د لارې پر مهال ورسره مخ شوی و.

عبدالحی د دغو ستونزو له زغملو وروسته ایران ته ورسېد او شاوخوا نهه میاشتې یې په تهران کې مزدوري وکړه.

هغه وایي، په دې موده کې یې د سختو اقتصادي شرایطو او سیمه‌ییزو کړکېچونو او جګړو سربېره په ډېرې سختۍ کار کاوه، څو خپلې کورنۍ ته پیسې ولېږي.

خو دغه هڅې یې هم کومه پایله ورنه کړه؛ د هغه په وینا، یوه ورځ چې د تهران ښار په یوه سیمه کې و، د ایران پولیسو ونیو.

هغه زیاته کړه چې له نیول کېدو وروسته توقیف ځای ته ولېږدول شو او شاوخوا دوه اونۍ هلته وساتل شو او افغانستان راواړول شو. د هغه په خبره، هغه ټولې پیسې یې هم ترې واخیستې چې په کار کې یې ګټلې وې.

عبدالحی اوس بېرته افغانستان ته راستون شوی او د خپلې کورنۍ د ژوند د لګښتونو برابرولو لپاره اړ دی چې هره ورځ سخت کار او مزدوري وکړي؛ خو لږ عاید یې په سختۍ سره د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

یو حقوقي او ټولنیز کارپوه: د کارموندنې پروګرامونه باید پراخ شي

فریداحمد انصار، چې یو حقوقي کارپوه او ټولنیز فعال دی، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشاره وایي چې ناقانونه کډوالي د قاچاقي لارو پر مهال د ځاني خطرونو ترڅنګ، کډوال د ناوړه ګټې اخیستنې، نیول کېدو او ناوړه چلند له خطر سره هم مخ کوي.

هغه وویل، ډېر افغان کډوال ایران ته پر لاره له داسې خطرونو سره مخ کېږي لکه له سختو او غرنیو لارو تېرېدل، تنده، لوږه، له قاچاقبرانو سره مخ کېدل، د پیسو غلا کېدل او ان د مرګ له خطر سره مخ کېدل.

نوموړي د هغه څه په اړه چې د ځینو ایراني ځواکونو له خوا له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی، سپکاوی، تحقیر او وهل ټکول بولي، نیوکه کړې او وایي چې د کډوالو د نیولو، له هغوی سره د ناوړه چلند، کمپونو ته د لېږدولو او شړلو په اړه راپورونه شته.

د هغه په باور، د کډوالو د نیولو او شړلو پر مهال باید د هغوی انساني کرامت او بنسټیز حقونه رعایت شي او هیڅوک باید د استوګنې د اسنادو د نشتوالي له امله له تاوتریخوالي، سپکاوي او غیرانساني چلند سره مخ نه شي.

هغه وویل: «د دې ډول پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره باید په هېواد کې د کار زمینه او اقتصادي فرصتونه برابر او پراخ شي، څو ځوانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله د ناقانونه او خطرناکې کډوالۍ لارې غوره کولو ته اړ نه شي.»

یو مسوول: شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ له ایرانه غور ته راستنې شوې دي

د غور د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مطبوعاتي مسوول عیسی اقبالي وایي چې روان کال پر لسګونو کسانو سربېره، شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ هم له ایرانه دغه ولایت ته راستنې شوې دي او د ځینو بنسټونو په همکارۍ یې له دغو کورنیو سره مرستې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «د روان کال په اوږدو کې مو له موسسو سره په همکارۍ دوو زرو کورنیو ته خوراکي توکي، لکه غوړي، وریجې، اوړه، لوبیا او نور خوراکي مواد ووېشل. په دغو کورنیو کې بېرته راستانه شوي کډوال، بېوزلې کورنۍ، معلولین او کورني بېځایه شوي شامل وو.»

نوموړی وایي، هڅه کوي چې د ژمنیو مرستو په برابرولو سره له ایرانه او پاکستانه د راستنو شوو او نورو اړمنو کورنیو سره په راتلونکي ژمي کې مرسته وکړي.

د هغه په خبره، په غور کې اړوندې حکومتي ادارې هڅه کوي چې د بېلابېلو پروګرامونو په پلي کولو سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.