شبرغان (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې یو شمېر ښځې چې د بادرنګو د شنو خونو په جوړولو یې ځانونو ته د کار او عاید زمینه برابره کړې، وايي چې سږ کال یې حاصلات د سختې ګرمۍ او اوبو د کموالي له امله کم وو او له حکومت او موسسو غوښتنه کوي څو له دوی سره د تخمونو او څاڅکي اوبولګولو سیستم جوړولو برخو کې مرسته وکړي.
د بادرنګو شنې خونه کې د یو شمېر ښځو بوختیا

د شبرغان اوسېدونکې ۳۹ کلنې ملکې پژواک ته وویل چې شاوخوا دوه کاله مخکې یې د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د شبرغان ښار په «زیرچنار» سیمه کې د بادرنګو شنه خونه جوړه کړه.
هغې زیاته کړه چې په دې شنه خونه کې ۲۵ ښځو ته د کار زمینه برابره وه او د بادرنګو عاید به یې د ټولو ترمنځ وېشل کېدل.
خو هغې وویل چې په لومړي کال یې ښه حاصلات لرل؛ خو سږ کال یې د سختې ګرمۍ او د اوبو د کمښت له امله د بادرنګو بوټو ښه وده ونه کړه.
په همدې حال کې، د دې سیمې د بادرنګو یوې بزګرې ۳۷ کلنې لیلما وویل چې تېر کال یې فارم دومره حاصل کړی و چې یوه برخه یې د خپلو کورنیو د اړتیاوو لپاره کاروله او پاتې یې بازار ته وړاندې کول؛ خو سږ کال یې حاصلات کم وو او ډېر بوټي یې وچ شول.
د لیلما په خبره، له دې لارې ترلاسه کېدونکي عوایدو یې د کورنۍ ډېر لګښتونه پوره کول؛ خو اوس چې یې مېړه د کار لپاره ایران ته تللی، د ژوند د لګښتونو برابرول ورته ستونزمن شوي دي.
لیلما د یادو ښځو د فعالیتونو د بیا پیل لپاره له حکومت او مؤسسو د ملاتړ غوښتنه کوي او ویې ویل: «که حکومت او مؤسسې یو ځل بیا موږ ته د کار او عاید زمینه برابره کړي، د بېلګې په توګه، څاګانې وکني او اړین پرمختللي وسایل او تجهیزات راته برابر کړي، نو حاصلات به مو بېرته ښه شي.»
د مسعودې په نوم یوه بله ۴۲ کلنه ښځه چې د اوو ماشومانو مور ده، هم په دې شنه خونه کې کار کاوه او د خپلو عوایدو یوه برخه یې د کورنۍ د لګښتونو لپاره ځانګړې کوله. هغې وویل، د بادرنګو حاصلات به یې بستهبندي کول او بازار ته به یې وړاندې کول؛ کله ناکله به یې له تازه راټولو شوو بادرنګو اچار هم جوړول.
مسعودې وویل: «له حکومت او اکټېډ مؤسسې خوشحاله یم چې موږ ته یې شنه خونه جوړه کړه، تخمونه او د بادرنګو د کرلو وسایل یې راکړل. د اوبو نل او ټول کیمیاوي سره یې هم راکړل. ما به پخپله بادرنګ کرل، بستهبندي کول مې او پر دوکانونو به مې پلورل؛ خو د اوبو کمښت مو کار خراب کړ او سږ کال مو ښه حاصلات نه لرل.»
هغې هم د کرنې برخې ته د حکومت او مؤسسو د پاملرنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دوی ترمنځ باید د څاڅکي اوبولګولو سیستم ترویج شي.
کارپوهان: د اوبو ستونزې له حل پرته مالي ملاتړ بسنه نه کوي
د اقتصادي چارو کارپوه ابوریحان انتظار د جوزجان د ښځو ونډه په کرنه کې اغېزناکه او ارزښتناکه وبلله او ویې ویل چې ښځې له کلونو راهیسې په کروندو کې له خپلو مېړونو سره یوځای کار کوي.
هغه د یادو شنو خونو د بادرنګو کرلو فعالیتونو ته په اشاره وویل چې په شنو خونو کې د بادرنګو کرل د ښځو او کلیوالو کورنیو لپاره د عاید ترلاسه کولو زمینه برابرولی شي؛ خو د دغه فعالیت بریا د شنې خونې په لګښت، مناسبو تخمونو ته په لاسرسي، د اوبو په برابرولو، د تولید په کچې او د پلور بازار په شتون پورې تړلې ده.
نوموړي د بزګرانو لپاره مالي سرچینو او مناسبو پورونو ته د لاسرسي برابرولو او همدارنګه د شنو خونو د مدیریت، اوبولګولو، د نباتي افتونو د مخنیوي او د تولید د مدیریت برخو کې د تخنیکي روزنو پر برابرولو ټینګار وکړ.
بلخوا، د کرنې برخې کارپوه عبدالستار جلال د اوبو کمښت، وچکالي، د اوړي سخته ګرمي او د نباتاتو افتونه په جوزجان کې د بادرنګو په تولید کې عمده ستونزې بولي.
هغه د اوبو د مصرف کمولو لپاره د څاڅکي اوبولګولو سیستم د اغېزناکو لارو چارو کارول، د نباتاتو ریښو ته د اوبو رسولو لپاره د مناسبو ویالو او کرنیزو بسترو جوړول او د اوبو د تبخیر کمولو لپاره د ملچ یا پلاستیک کارول اغېزمنې لارې وبللې.
د هغه په وینا، ملچ هغه مواد دي چې د خاورې پر مخ او د نباتاتو د ریښو شاوخوا خپرېږي، څو د خاورې لندبل وساتي او د اوبو تبخیر کم کړي. ملچ له طبیعي موادو لکه بوسو، وچو پاڼو، وښو او د نباتاتو له پاتېشونو یا له مصنوعي موادو لکه کرنیز پلاستیک څخه جوړېدای شي.
د جوزجان د کرنې ریاست: په مرکز کې ۲۷ شنې خونې فعالې دي

د جوزجان د کرنې ریاست ویاند ذبیحالله خیراندېش په کرنه کې د ښځو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغو ښځو له خپلو شنو خونو ښه حاصلات ترلاسه کول؛ خو د سږ کال ګرمۍ یې حاصلات کم کړي دي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې د همکارو مؤسسو په مرسته د دغو ښځو لپاره تخنیکي او د څاڅکي اوبو لګولو پر سیستم سمبالې شنې خونې جوړې کړي، مسلکي روزنیز پروګرامونه ورته برابر کړي او اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره په واک کې ورکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د جوزجان په مرکز کې ۲۷ شنې خونې فعالې دي.