منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د مني ۳۵م نندارتون د کابل په بادام‌باغ کې پرانیستل شو

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دغه وزارت هڅه کوي د کرنې او مالدارۍ دودیزې لارې په عصري او معیاري لارو بدلې کړي، څو د بزګرانو او مالدارانو تولیدات او عواید زیات شي.

د کرنې او مالدارۍ د دوامدار پرمختګ، پرمختللې کرنې، ښه اقتصاد او ښه ژوند تر شعار لاندې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د مني ۳۵م نندارتون نن (د لړم ۱۳مه) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کابل په بادام‌باغ کې پرانیستل شو.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاد نندارتون کې کرنیز او د بڼوالۍ محصولات، د مالدارۍ تولیدات، پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، زعفران، طبي بوټي، د اوبولګولو وسایل، مېوه لرونکي او بې‌مېوې نیالګي، د لمریزې برېښنا د تولید دستګاوې او نور کورني تولیدات د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ښه ظرفیتونه لري او مسوولین باید له دغو ظرفیتونو په ګټې اخیستنې سره تولیدات زیات او د بازارموندنې او پلور لپاره یې مناسبه زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ دنده دا ده چې له دغو ظرفیتونو په ګټې اخیستنې سره تولید زیات کړو او ورته مناسب بازار برابر کړو. موږ هیله لرو چې بزګران، مالداران او سوداګر وکولای شي له دغه نندارتون څخه اعظمي ګټه واخلي او خپل محصولات وپلوري.»

عمري زیاته کړه چې دغه وزارت هوډ لري د کرنې او مالدارۍ دودیزې لارې په عصري او معیاري لارو بدلې کړي، څو د بزګرانو او مالدارانو د تولیداتو کچه او عواید زیات شي.

په همدې حال کې، د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د ترسره شوو هڅو په پایله کې افغانستان د ځینو محصولاتو په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او د ځینو نورو محصولاتو په تولید کې ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی دی.

هغه له بزګرانو وغوښتل چې د خپلو تولیداتو د معیاري کولو لپاره هڅې وکړي او له هېوادوالو یې هم وغوښتل چې د کورنیو محصولاتو په کارولو سره د هېواد د کرنې له ودې ملاتړ وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي وویل چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ له ظرفیتونو د ښې ګټې اخیستنې لپاره باید معیاري تولیدات زیات، د پروسس بهیر یې پیاوړی او کورنیو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

هغه ټینګار وکړ چې د محصولاتو ډول، اندازه او کیفیت باید د بازار د اړتیاوو او غوښتنې پر بنسټ وټاکل شي.