کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، په وچه کې د راګیرو هېوادونو، د خوړو خوندیتوب او د دوامدارې پراختیا د موخو په نړیوال تخنیکي فورم کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی دی.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر اصلي موخه په یاد نړیوال تخنیکي فورم کې ګډون دی چې د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۷مه او ۸مه په تاشکند ښار کې جوړېږي.
سرچینه لیکي، په دغه فورم کې به په وچه کې د راګیرو هېوادونو کارپوهان او استازي د خوړو خوندیتوب، د دوامدارې پراختیا موخو، د پوهې او تجربو شریکولو او د عملي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې د دغه سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوهاړخیزو او سیمهییزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث وشي.
د کرنې وزارت ویلي، افغان پلاوی به د دغه فورم په څنډه کې د ګډونوالو هېوادونو له چارواکو او استازو سره هم وګوري او د افغانستان د کرنیزو او اقتصادي ظرفیتونو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د مسلکي پوهې او تجربو د لېږد په اړه خبرې وکړي.
سرچینه زیاتوي، دغه سفر د دوهاړخیزو او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د کرنې، خوړو خوندیتوب او پانګونې په برخو کې له ګډو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره شوی دی.