منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۸ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرنې وزارت مرستیال د اوزبېکستان د سمرقند والي ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) ـ د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د اوزبېکستان د سمرقند ولایت له والي سره په لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او اړوند صنعتونو برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د اوزبېکستان د سمرقند ولایت له والي سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او د کرنې  اړوند صنعتونو برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو او ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي، فرهنګي او دیني اړیکو له امله په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره ښه فرصتونه شته.

نوموړي د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د افغانستان پراخو ظرفیتونو او په دې برخو کې د اوزبېکستان د تجربو په یادولو سره، د تخنیکي تجربو تبادله، د پوهې او ټکنالوجۍ لېږد، د متخصصینو روزنه، د مسلکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول او د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو ترمنځ همکاري د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او اقتصادي ودې لپاره مهم بللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې عثماني د سمرقند ولایت والي ته بلنه ورکړې چې د کرنې او مالدارۍ د متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړي، څو د هېواد له ظرفیتونو، امکاناتو او د پانګونې له فرصتونو له نږدې لیدنه او معلومات ترلاسه کړي.

سرچینې د سمرقند ولایت د والي له قوله لیکلي چې نوموړي له دې بلنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به د متخصصینو له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړي او د ګډو همکاریو فرصتونه به له نږدې وارزوي.

د سمرقند والي همدارنګه د تخنیکي تجربو د تبادلې، د مسلکي کادرونو د روزنې، د پوهې او ټکنالوجۍ د لېږد او د دواړو هېوادونو د شرکتونو او پانګه‌والو ترمنځ د اړیکو د پراختیا برخو کې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.

سرچینې لیکلي، دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان او اوزبېکستان د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا هڅې کوي او تمه ده چې دا ډول لیدنې د کرنې، مالدارۍ او اړوندو صنعتونو په برخو کې د عملي همکاریو او ګډې پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.